افغانستانخبرونه

میدان وردګ ولایت کې د یو ځوان جسد موندل شوی

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په میدان وردګو ولایت کې ځایي سرچینې وایې چې د غه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې یې د یو وژل شوي ځوان جسد پيدا کړی دی.

د سرچینې په وینا دغه پېښه د میدان وردګ ولایت د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

سرچینه زیاتوي د یاد کس د وژل کېدو انګېزه څرګنده نه ده خو یاد کس لومړی شکنجه شوی او بیا په دار ځړول شوی دی.

تراوسه د یاد کس هوئت مالوم نه دی او هم طالب چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه ویلي دي.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې ورته جنایي پېښې زیاتې شوي چې عام خلک یې اندېښمن کړي دي.