کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د لغمان سیمه ییز چارواکي وایې چې په دغه ولایت کې یې د اوبو ۲۰۰ چک ډیمونو د جوړیدو چارې پيل کړي دي.
د دغه ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه چک ډیمونه د علیشنګ ولسوالۍ اړوند ښکارځای سیمه کې د ABM موسسې په مالي همکارۍ جوړیږي چې له جملې یې د ۱۳۰ چارې بشپړې شوي او د پاتې نورو به یې چارې په نږدې راتلوونکې کې بشپړې شي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې پر یادو چک ډیمونو ۱۲ میلیونه ۳۲۶ زره ۴۰۰ افغانۍ لګښت راغلی چې د ABM موسسې لخوا ورکول کیږي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې یاد چکډيمونه د زر ګونه متره مکعب اوبو ذخیره کولو ظرفیت لري، چې له جوړېدو وروسته به په بېلابېلو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو سطحه لوړه او د کرکېلې لپاره به په کافي اندازه اوبه برابرې شي.