کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د یمن وسله والو ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د یمن د وسله والو ځواکونو توغندیو سیسټم او بې پیلوټه الوتکو د امریکا پر وړاندې ګډ پوځي عملیات ترسره کړي دي.
دې سازمان ویلي چې د امریکا د الوتکو وړونکې بېړۍ او په شمالي سره سمندر کې د دوی یو شمېر جنګي بېړۍ د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو لخوا په نښه شوې دي.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع وویل چې عملیاتو نهه ساعته دوام وکړ او په وروستیو میاشتو کې په دې جنګي کښتۍ پنځم برید دی.
هغه وویل چې عملیات بریالي وو او امریکایی الوتکې وړونکې بېړۍ یې اړ کړه چې له سیمې ووځي
سریع زیاته کړه چې دا بریدونه به د تیري تر پای ته رسیدو او د غزې د محاصرې تر لرې کیدو پورې دوام وکړي او دوی د مظلومو فلسطیني خلکو ملاتړ خپل مسؤلیت ګڼي.