کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)
لاس انجلس کې د کالیفرنیا ایالت چارواکي وايي چې په دې ایالت کې د یوه بې ساري اورلګېدو له امله د مړو شمېر شپاړسو ته رسېدلی او تر اوسه پورې دولسو زرو څخه ډېرې ودانۍ ویجاړې شوي
د زیان اندازه تر اوسه پورې یوسل او پنځوس میلیارد ډالر اټکل شوې ده، چې یوه لویه او نه جبرانېدونکې شمېره ګڼل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د لاس انجلس بیړني خدمات ونه توانیدل چې ټولو اغیزمنو سیمو ته ورسیږي
له همدې امله، د دې لویې اورلګېدنې له امله د مرګ ژوبلې دقیق شمیر په اړه لا تر اوسه کره معلومات نشته.
ویل کیږي چې اورلګېدنې تر اوسه پورې له نهه زره پنځه سوه هکتاره څخه زیاته ځمکه ویجاړه کړې او له یو لک او اتیا زرو څخه ډیر خلک یې اړ کړي چې خپل کورونه پریږدي.
د دې اور لګېدو سرچینه لا نه ده معلومه شوې.