لوبې

بدخشان کې د وز لوبې څلورم پړاو پای ته ورسید

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۳مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

د بدخشان د وزلوبې سیالۍ څلورم څپرکی، چې څلور ورځې یې دوام وکړ، د دوه سوه ګډونوالو په ګډون سره پای ته ورسید.

دا سیالۍ د بدخشان ولایت په مرکز فیض آباد کې د سنګ مهر بزکشي په میدان کې ترسره شوې.

په ورته وخت کې؛ د بلخ ولایت په مزار شریف کې هم د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې، چې یو سل اته دیرش لوبغاړو پکې ګډون کړی و. دا سیالۍ راتلونکو ملي سیالیو کې د ګډون لپاره د چمتووالي په موخه تنظیم شوې وې.

وزلوبه په افغانستان کې یوه ډېره مشهوره سیالي ده،چې ډېر مینه وال لري