افغانستانخبرونه

د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو پرمهال پنځه کسان مړه او ۱۶ ټپیان شوي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)

سیمه ییزې سرچینې وایې چې په نورستان، ننګرهار، غزني، غور او بامیان ولایتونو کې د ترافیکي پېښوپرمهال پنځه کسان مړه او ۱۶ نور ټپيان شوي دي.

په نورستان کې د طالبانو د والي ویاند فریدون صمیم ویلي، چي په دغه ولایت کې د یوه «ډاټسن» موټر د چپه کېدو پرمهال دوه ښځې مړې او دوه ماشومان ټپيان شوي دي.

په ورته مهال ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي چې د تورخم – جلال‌اباد پر لویه لار په یوه ترافیکي پېښه کې یو کس ټپي شوی دی.

بلخوا د غور ولایت د دولینه ولسوالۍ په «جر مسجد» سیمه کې د یو «بایفور» موټر د اوښتو له کبله یو کس مړ دی او پنځه نور ژوبلېدلي دي.

ورته مهال، په غزني کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر ویلي، چې یو کس د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې موټر وهلی او مړ شوی دی.

له بلې خوا، په بامیان کې هم ځايي طالبانو ویلي چې د کابل – بامیان پر لاره د شیبر ولسوالۍ په کالو سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې په پایله کې نهه کسان ټپیان شوي دي.

د هغوی په خبره، په ټپيانو کې درې ښځې او یو ماشوم هم دی.

د۱۴۰۳ لمریز کال ليندۍ ۳۰مه په کابل کې د ايمرجنسي روغتون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې تر دې دمه په افغانستان کې ترافيکي پېښې پنځه برابره زياتې شوې دي.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي چې لامل یې د سړکونو خرابوالی، د موټروانانو بې‌احتیاطي او ترافیکي قوانینو ته نه پاملرنه ګڼل کیږي.