افغانستانخبرونه

لوګر کې د ۶۳ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۷ بېلابېلې پروژې بشپړې شوې

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د لوګر سیمه ییز مسوولان وایي چې د ۶۳ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۷ بېلابېلې پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.

د یاد ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، یادې پروژې د اوبو او انرژۍ وزارت د پراختیایي بودجې او همکارو موسسو، په مالي ملاتړ د روان کال له پیل څخه تر اوسه پورې د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې پلې شوې دي.

خبرپاڼې زیاته کړې په نوي کال کې به د لوګر ولایت په مرکز پل علم او یو شمیر لرو پرتو ولسوالیو کې هم د اوبو مدیریت یو شمیر مهمې پروژې عملي شي.

د لوګر اوسېدونکي هم د یادو پژوژو له پلي کېدو خوښ دي خو له حکومت او مرستندویه ادارو د ورته نورو پروژو د پلي کېدا غوښتنه کوي.