کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په ننګرهار کې طالب چارواکي وایې چې د دغه ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې یې د کوږ په نوم یو وحشي حیوان له درملنې وروسته ازاد چاپېریال ته خوشې کړی دی.
د دغه ولایت د چاپېریال ساتنې اداره څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد حیوان د کوز کونړ(ښېوې)ولسوالۍ په کاشکوټ سیمه کې ځایي خلکو نیولی و او بیا یې د چاپېریال ساتنې ریاست ته سپارل شوی و.
خبرپاڼې زیاته کړې چې د یاد حیوان روغتیايي وضعیت ته په کتو تر د درملنې وروسته د وحشي حیواناتو او الوتونکو د خوشې کولو لپاره ټاکل شوې ګډې کمېټې د غړو په شتون کې خپل اصلي چاپېریال ته خوشې شو.
د«کوږ»په نامه دغه وحشي حیوان په افغانستان کې یوه نادره حیوان بلل کیږي.