کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)
سیمه ییزې سرچینې وایې چې په نورستان، ننګرهار، غزني، غور او بامیان ولایتونو کې د ترافیکي پېښوپرمهال پنځه کسان مړه او ۱۶ نور ټپيان شوي دي.
په نورستان کې د طالبانو د والي ویاند فریدون صمیم ویلي، چي په دغه ولایت کې د یوه «ډاټسن» موټر د چپه کېدو پرمهال دوه ښځې مړې او دوه ماشومان ټپيان شوي دي.
په ورته مهال ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي چې د تورخم – جلالاباد پر لویه لار په یوه ترافیکي پېښه کې یو کس ټپي شوی دی.
بلخوا د غور ولایت د دولینه ولسوالۍ په «جر مسجد» سیمه کې د یو «بایفور» موټر د اوښتو له کبله یو کس مړ دی او پنځه نور ژوبلېدلي دي.
ورته مهال، په غزني کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر ویلي، چې یو کس د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې موټر وهلی او مړ شوی دی.
له بلې خوا، په بامیان کې هم ځايي طالبانو ویلي چې د کابل – بامیان پر لاره د شیبر ولسوالۍ په کالو سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې په پایله کې نهه کسان ټپیان شوي دي.
د هغوی په خبره، په ټپيانو کې درې ښځې او یو ماشوم هم دی.
د۱۴۰۳ لمریز کال ليندۍ ۳۰مه په کابل کې د ايمرجنسي روغتون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې تر دې دمه په افغانستان کې ترافيکي پېښې پنځه برابره زياتې شوې دي.
په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي چې لامل یې د سړکونو خرابوالی، د موټروانانو بېاحتیاطي او ترافیکي قوانینو ته نه پاملرنه ګڼل کیږي.