کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو د امربالمعروف وزارت خبر ورکړی چې په فاریاب ولایت کې یې درې کسان د ښځو د ویښتانو د قاچاق په تور نیولي دي.
د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان یې د فاریاب د شیرین تګاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یاد وزارت د محتسبینو له لخوا له ۱۰۰ کیلو ګرامه ویښتو سره نیول شوي دي.
له دې دوه ورځې وړاندې په بلخ ولایت کې هم د طالبانو د امربالمعروف محتسبینو څلور کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي وو.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو مشر ملا هبت الله د یو فرمان په صادرلو سره د ښځو د ویښتانو پېر او پلور منع کړی دی.