کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په دایکندي کې د طالبانو پوهنې ریاست مسوولان وایې، چې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق(یونیسف)په دغه ولایت کې له درېیو ښوونځيو سره مرسته کړې ده.
د دغه ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یونیسف د دایکندي په میرامور او سنګتختوبندر ولسوالیو کې درې ښوونځي د لمریزې برېښنا پر سیسټم سمبال کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، یونیسف دغو ښوونځيو لپاره تشنابونه، سپټيک څاهګانې، لمریزه برېښنا، د څښلو اوبو څاه ګانې او د اوبو ذخیرې جوړې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو پروژو ټولییز ارزښت پنځه میلیونه او ۹۰۰ زره افغانۍ و.
له دې وړاندې یونیسف ویلي و، چې په ټول افغانستان کې له ۱۹۰ ښوونځيو سره مرسته کوي.