افغانستانخبرونه

 کونړ ته د سېلانیانو ورتګ زیات شوی

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په کونړ کې سیمه ییز طالب چارواکي وایې چې په دې وروستیو کې دغه ولایت ته د کورنیو سیلانیانو د ورتګ لړۍ چټکه شوې.

د دغه ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او ګرځندوی امریت لپاره د طالبانو آمر منیب شاکر افغان وایې، چې په تېرو ۹ میاشتو کې، ۲۰ بهرنیو او شاوخوا ۳۰۰ زره کورنیو سیلانیانو د کونړ له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې ده.

د هغه په خبره د سرکاڼو ولسوالۍ نواپاس دره، د مرورې ولسوالۍ غاښي کنډو، د دانګام ولسوالۍ بن شاهي کنډو، څوکۍ ولسوالۍ سپین جومات او د وټه پور ولسوالۍ ګمبېل دره هغه سیمې دي، چې د ګڼو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو پام ور اوښتی دی.

بلخوا سېلانیان د طالبانو له حکومته د ځانګړو اسانتیاوو د برابرېدو غوښتنه کوي.