افغانستانخبرونه

غزني کې په وړیا توګه د سترګو ناروغانو درملنه پیل شوې

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د غزني روغتیایي مسوولان وایې چې د ترکیې د بشري مرستو ټولنې په ملاتړ د متخصصو روغتیاپالانو یوې ۸ کسیزې ډلې د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې د سترګو ناروغانو وړیا درملنه پیل کړې ده.

د یاد روغتون څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، د ترکیې د بشري مرستو ټولنې په ملاتړ له کابل څخه د متخصصو روغتیاپالانو یوه اته کسیزه ډله د غزني حوزوي روغتون ته راغلې، چې دغه ولایت کې د سترګو په ناروغۍ اخته کسانو وړیا درملنه وکړي.

د مالوماتو له مخې دا ډله به د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې د ۱۲ ورځو لپاره د سترګو په ناروغیو د اخته ۱۰۰۰ تنو درملنې سربېره څه باندې ۲۰۰ جراحي عملیات هم وکړي.