کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي په اسلام اباد کې د اسلامي هېوادونو د کنفرانس د پرېکړو هر کلی کړی او په هېواد کې يې د نجونو پر وړاندې د ښوونيزو دروازو تړل د ملي ګټو خلاف کړنه بللې ده.
پر فیسبوک د حامد کرزي په رسمي پاڼه لیکلی شوي چې په اسلام اباد کې د رابطه العالم الاسلامي کنفرانس چې په اسلامي نړۍ کې د ښځو د زده کړو د فرصتونو په تړاو جوړ شوی و، هر کلی کوي.
هغه زیاته کړې: «د نجونو زده کړې، د هغوی مسلم حق دی، له دغې چارې منع کولی (دنجونو پر مخ د زده کړو بندول) د هېواد د ملي ګټو خلاف کړڼه ګڼم.»
هغه په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له مشرانو يو ځل بیا په ټينګه غوښتنه کړې چې د هېواد د پرمختګ په لاره کې د ښځو د ونډې په موخه دې ښځو او نجونو ته د زده کړو او کار حق ورکړي.
په اسلام اباد کې په دغه جوړ شوي کنفرانس کې د اسلام له نظره د ښځو زده کړو په تړاو بحثونه وشول او يادونه وشوه چې افغانستان په نړۍ کې يوازینی هېواد دی چې ښځو ته د زده کړو اجازه نه ورکوي.