افغانستانخبرونه

احمدعلي حضرت: د کرکټ ملي لوبډلې او ډیورنډ فرضي کرښې په اړه وروستۍ څرګندونې عقدوي بڼه لري

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د ننګرهار ولایتي شورا پخوانی رئیس احمدعلي حضرت وایي، هغه کسان چې د ډیورنډ فرضي کرښه رسمي بولي، به حقیقت کې له تاریخ او ملي ارزښتونو څخه نا خبره دي.

هغه دغه راز زیاته کړې، د کرکټ ملي اتلان د افغانستان رښتیني ویاړونه دي او هغوی چې د دغه ویاړونو ضد څرګندونې کوي، هیڅکله افغانان نشي بلل کېدای.

نوموړي د ډیورنډ فرضي کرښې او کرکټ ملي لوبډلې اړوند وروستۍ څرګندونې له عقدې ډکې بللي، چې به وینا یې د افغانانو احساساتو را پارولو په موخه ترسره شوي، خو په حقیقت کې د افغانستان سرحد اټک پول دی.

حضرت وایي، افغانان به د هغه کسانو په وړاندې همېش ودریږي، چې یادې بې اساسه او د ملي ارزښتونو خلاف څرګندونې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو کې د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي او یو شمېر افرادو له لورې د کرکټ ملي لوبډلې د لمنځه وړلو او د ډیورنډ رسمي کرښې بللو باندې ټینګار کړی وو.