کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)
ایراني چارواکو خبر ورکړی، چې د روانې جنورۍ میاشتې له ۳۱مې نیټې به بېرته اروپايي هېوادونو ته مستقیمې الوتنې پيل کړي.
د دغه هېواد د ملکي هوایي چلند ادارې مشر حسین پور فرزانه وایي، له ځنډ وروسته به یو ځل بیا د جنورۍ میاشتې په ۳۱مه نیټه د تهران ـ پاریس ترمنځ د ایران ایر ټورز هوایي شرکت لخوا مستقیمې الوتنې پیل شي.
د یادونې وړده، چې اروپایي ټولنې د تیر کال د اکتوبر په ۱۴مه د ایران په ځینو کسانو ترڅنګ په هوایي شرکتونو بندیزونه لګولي وو.