سينما
د هندي اداکار ساحل خان اروپايي میرمن مسلمانه شوه
کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د هندوستان فلمي لوبغاړي او د فټنس ټرینر ساحل خان اروپایي میرمنې میلانا الیګزینډرا د اسلام په مبارک دین ایمان راوړی او مسلمانه شوې.
هغه په انسټاګرام کې د یوې ویډیو په خپرولو سره خبر ورکړی، چې د هغه میرمنې میلانا الیګزاینډرا د اسلام په مبارک دین ایمان راوړی او مسلمانه شوه.
ساحل خان په خپل پوسټ کې لیکلي چې “زه د دې ښکلي سفر لپاره د الله شکر ادا کوم، خدای دې زموږ دعاګانې قبولې کړي”.
باید وویل شي، چې ساحل خان تېر کال د اروپا له ۲۲ کلنې میلانا الګیزینډرا سره د دویم واده اعلان وکړ.
تر دې وړاندې ساحل خان په ۲۰۰۳ کال کې له نیګار خان سره واده کړی و، خو له واده دوه کاله وروسته دواړو لار جلا کړه.