کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)
ایراني رسنۍ وایي، د دغه هېواد د پوځ له جنګي سازمان سره ۱۰۰۰ ستراتیژیکې، پټوونکې او د استحکاماتو ضد بې پیلوټه الوتکې مرسته شوې، چې په کې درې ډوله بې پیلوټه الوتکې شتون لري.
د ایران د پارس ټوډی پښتو ویب پاڼې د معلوماتو له مخې؛ دا درې ډوله بې پیلوټه الوتکې چې د ایران په پوځ کې ترې مخکتنه شوې، له نورو ډرون الکوتکو سره توپیر لري.
د خبر له مخې؛ دا بې پیلوټه الوتکې “د 2 زره کیلومترو څخه ډېر واټن”، “د لوړ ویجاړوونکي ځواک”، “له دفاعي سیسټمونو څخه د تیرېدو وړتیا”، “د الوتنې خورا لوړ دوام “پر ځان تکیه کول او له پیل څخه تر پایه پورې کنټرول ته اړتیا نه درلودل یې ځانګړنې دي.
د ایران دفاع وزیر ویلي، هغه بې پیلوټه الوتکې چې په دفاعي او انسجامي ماموریتونو کې کارول کېږي، په سمندر کې د کښېناستو او پورته کېدو توان لري.