افغانستانخبرونه

د طالبانو حکومت وایې امریکا دې د بندیانو د تبادلې لپاره عملي ګامونه پورته کړي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو د حکومت او امریکا ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته طالب ویاند ذبېح‌الله مجاهد وایې، دوی په تمه دی چې امریکا د دواړو لوریو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه عملي ګامونه پورته کړي.

هغه په ټینګار سره ویلي چې امریکا باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندیانو په تبادلې کې د طالبانو حکومت غوښتنې هم په پام کې ونیسي.

 نوموړی په داسې حال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه د امریکا له لوري د عملي ګامونو پورته کولو غوښتنه کوي، چې د امریکا اوسني ولسمشر جوبایډن له امریکايي کورنیو سره په خبرو کې د بندیانو د بېرته ستنولو په برخه کې پر خپلې ژمنې ټینګار کړی؛ خو د دغه هېواد منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د بندیانو د تبادلې پلوی نه‌دی؛ خو دغه موضوع به وڅیړي.