کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په هرات کې ځایي سرچینې وايي طالبانو په دغه ولایت کې پرېکړه کړې، چې ښځينه ویاندویانې حق نه لري چې په ټلویزیوني خپرونو او خبرونو کې راڅرګندې شي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې د طالبانو د امربالمعروف ادارې ویلي، چې ښځینه ویاندویانې دې «زمونږ او د نورو نارینهوو د تحریک» له امله د ټلوېزیون پر پرده خبرونه نه لولي.
خبرپاڼه کې په ټيڼګار سره راغلي چې ښځینه ویاندویانې په ټولنه کې «زمونږ او د نارینهوو د تحریک» لامل کېږي.
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عنالمنکر خبرداری ورکړی چې رسنۍ باید له دې امر څخه سرغړونه ونه کړي.
طالبانو په رسمي ډول په دې هکله څه ویلي نه دي. طالبانو د تېرو درېیو کالو په لړ کې د رسنیو پر ښځینه کارکوونکو ډېر بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي.