افغانستانخبرونه

په کندهار او کونړ کې د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره ښارګوټي جوړیږي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وایې چې په کندهار او کونړ ولایتونو کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره ځانګړي ښارګوټي جوړیږي.

د یاد وزارت د کډوالو د عملیاتي کمېټې مشر انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، د اړوندو ریاستونو په همغږۍ او همکارۍ یې په کونړ او کندهار ولایتونو کې د اجباري راستنېدونکو اړمنو کورنیو لپاره د ښارګوټو جوړولو په موخه تفصیلي پلانونه جوړ کړي دي.

 د هغه په وینا د کونړ په مرکز او د کندهار په دامان ولسوالۍ د دویم فاز لپاره تفصیلي پلانونه جوړ شوي او د چارو د لا چټکتیا لپاره یې عملیاتي کمېټه هم جوړه کړې.

 نوموړی زیاتوي، دغه کمېټه به هڅه وکړي چې هره اونۍ د خپلو چارو په تړاو ملموسه پایله ورکړي او ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.