افغانستانخبرونه

په سوریه کې د الجولاني ډلې ترمنځ وسله واله نښته رامنځټه شوې

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۶مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

د سوریې سرچینو په سوریه کې د هیات التحریر الشام د وسله والې مخالفې ډلې د قوماندان الجولاني سره د تړلو کسانو ترمنځ د اختلافاتو او د وسله والو نښتو د رامنځته کیدو خبر ورکړی

د مهر خبري اژانس د خبر له مخې؛ د العکیدات قبیلې یوه شیخ عبدالرزاق الاحمدي اعلان وکړ، چې د سوریې په شمالي ښارونو کې د واک پر سر د الجولاني کسانو ترمنځ شخړې او نښتې ترسره شوي.

دغې سورئې سرچینې تاکید وکړ: له دغو تحولاتو وروسته په سوریې کې د مخالفو وسله والې ډلې هیات التحریر الشام د قوماندان الجولاني د واکمنۍ په خلاف د انقلاب د رامینځته کیدو په اړه ګمانونه زیات شوي.

په سوریه کې تیر کال د یو شمېر هېوادونو په مستقیمې مرستې د بشارالاسد حکومت ړنګ او د الجولاني په مشرۍ مخالفې وسله والې ډلې د دغه هېواد واک پخپل لاس کې واخیست.