کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په کونړ کې طالب سیمه ییز چارواکي وایې چې د دغه ولایت په نرنګ او نورګل ولسوالیو کې د کونړ پر سیند د دوه نړېدلو پلونو د بېرته جوړولو چارې پیل شوې.
د یاد ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، د دې پلونو په جوړولو ۶۳ ميلیونه افغانۍ لګښت راځي.
خبرپاڼه کې د مسوولینو له قوله ویل شوي چې، د پشد او زیړي بابا دوه پلونه چې پخوا نړېدلي وو، بیاځلي په اساسي ډول جویږي.
بلخوا ولسي خلک وايي، چې د دغو پلونو په جوړېدو سره به د سیند دواړو غاړو ته د مېشتو خلکو د تګ راتګ ستونزي هوارې شي.
د مالوماتو له مخې د پشد پل د ۱۳۰ متره په اوږدوالي او ۵ متره په سور سره او د زېړي بابا پل د ۲۳۰ متره په اوږدوالي او ۵ متره په سور سره رغول کېږي، چې چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.