افغانستانخبرونه

یونیسف په افغانستان کې له ۳۲ زرو کورنیو سره نقدي مرسته کړې

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي، چې د سږني ژمی له پیل راهیسې یې په افغانستان کې له ۳۲ زرو اړمنو کورنیو سره نقدي مرسته کړې ده.

یونیسف د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړې چې دا مرسته یې د امریکا نړیوال پراختیايي اژانس د بشردوستانه مرستو له څانګې سره په همکارۍ ترسره شوې ده.

خبرپاڼې زیاته کړې چې په ژمي کې اقتصادي فعالیتونه کمېږي، لرې پرتو سیمو کې د واورې له امله اړینو خدماتو ته لاسرسي نه کیږي او په وینا یې، ماشومان بیا تر ډېره د تنفسي ناورغیو له ګواښ سره مخامخېږي.

 له دې وړاندې خوړو نړیوال پرواګرم ویلي و، چې د بودیجې د کمښت لامله نه شي کولای روان ژمی اوو میلیونو وګړو ته حیاتي مرستې ورسوي.

اقتصادي ستونزې، بې روزګاري او په کافي اندازه د کورنیو د خوراکي توکو نشتون هغه لاملونه دي چې له کبله یې زیاتره کورنۍ د لوږې له ګواښ سره مخ او مرستو ته اړې دي.