کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په افغانستان کې عام خلک وایي، سره له دې چې د طالبانو د مخابراتو وزارت پرلپسې ژمنې وکړې، چې د مخابراتي خدمتونو بیو کې به کموالی راولي، خو لا هم دوی په دغه اقدام ندي بریالي شوي.
د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت یوه میاشت مخکې ویلي وو، چې د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ له لومړۍ به د غږیزو اړیکو او انټرنیټي کڅوړو په بیو کې کموالی راشي، خو عام خلک وایي، لا هم د مخابراتي شبکو نرخونه هماغه ډول لوړ دي.
کابل ښاریان وایي، مخابراتي شرکتونه لا هم غږیزې او اینټرنیټي کڅوړې د خپلې خوښې په بیو او د مخابراتو د وزارت ټاکلي قیمت ته له پاملرنې پرته خرڅوي.