کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ویلي، د افغانستان اوبه چې بې کنټروله ګاونډیو هېوادونو ته روانې دي، که مدیریت نشي، نو د افغانستان په زیان تمامیږي.
هغه ټینګار کړی، چې اړونده مسؤلین باید په ټولو امکاناتو سره په افغانستان کې د اوبو لویو بندونو جوړولو ته دوام ورکړي.
شیرمحمد عباس ستانکزي زیاته کړې، افغانستان دم ګړۍ د اوبو له سخت کمښت سره مخ دی او باید په ټول توان او خپلو امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې د بندونو جوړولو او د اوبو مدیریت لپاره کار اقدامات ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو ویلي، په هرات کې یې د دوو سترو بندونو د جوړولو هوکړه لیک له یوه شرکت سره لاسلیک کړی.
په ورته وخت کې د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر هم ویلي وو، چې په هلمند کې د کجکي پروژې د دوهمې برخې په بشپړېدو سره به په دغه بند کې د اوبو زېرمه دوه اعشاره صفر دوه مکعب میترو ته ورسیږي او د هلمند او کندهار ولایتونو اوسیدونکي به له برېښنا برخمن شي.
غلام جیلاني حق پرست وویلي، دغه هوکړه لیکونه د ترکیې له یوه شرکت سره ترسره شوي دي.