افغانستانخبرونه

د طالبانو د سترې محکمې لوړ پوړی پلاوی ایران ته په سفر تللی

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۹مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو د سترې محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغې اداري د مرستیال په مشرۍ لوړ پوړی پلاوی په دوه ورځني سفر تهران ته تللی دی.

خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پلاوی تهران ته د دواړو هېوادو ترمنځ د قضایې همکاریو ټینګښت، ایران کې د افغان بندیانو د حقونو تامین او د زندانیان د استرداد په موخه تللی دی.

 خبرپاڼې زیاته کړې افغان پلاوی د دغه سفر پرمهال د ایران عدلیې وزیر، د محکومینو د استرداد کمېټې رییس او نورو لوړ پړو چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

 تهران ته د سترې محکمې پلاوی وروسته له هغې سفر کوي، چې کابل ته د ایران د عدلیې وزارت پلاوی د سفر په ترڅ کې هوکړه شوې و، چې افغان پلاوی به افغان بندیانو د وضعیت ارزونی په موخه تهران ته سفر کوي.