افغانستانخبرونه

 د سالنګ لویه لاره د واورې او توپان له امله وتړل شوه

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۹مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت مسوولان وايي چې د سالنګ لویه لاره د واورې ورښت او توپان له امله د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې.

د یاد وزارت لپاره طالب ویاند محمداشرف حق‌شناس ویلي، چې یاده لاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې او  همداراز د سالنګ پر لویه لاره تلونکو موټرچلوونکو څخه غوښتنه کوي چې د ژمي وسایل او تجهیزات له ځان سره ولري او د ټرافیکو قوانین مراعات کړي.

د سالنګ لویه لاره پلازمېنه کابل د هېواد له نهو شمالي ولایتونو سره نښلوي او له اقتصادي اړخه خورا ارزښت لري.

پر دې لاره د هېواد ډېری سوداګریز توګي کابل او نورو ولایتونو ته لېږدول کېږي او له ولایتونو پر دې لاره شمال او له هغه ځایه ګاونډیو هېوادونو او مرکزي اسیا هېوادونو ته صادرېږي.