افغانستانخبرونه

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت یو پلاوی ایران ته تللی

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۹مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت یو پلاوی ایران ته تللی دی.

د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پلاوی د ټرانزيټي چارو د رییس محمد الله بختیار په مشرۍ ایران ته سفر کړی.

خبرپاڼې زیاته کړې چې دغه پلاوی پخوانیو سفرونو کې د شویو هوکړو د تخنیکي څارنې او چابهار بندر کې د دغه وزارت د دایمي استازولۍ لپاره د زمینې برابرولو په موخه ایران ته تللی دی.

په همدې حال کې د ایران د سوداګرۍ وزیر حسين روستایي ویلي، ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان او ایران تر منځ د سوداګرۍ په کچه کې ۸۴ سلنې زیاتوالی راغلی و.

د نوموړي د مالوماتو له مخې چې، دغه موده کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ٣ ميليارده او ١٩٧ ميليونه ډالرو په ارزښت سوداګري شوې او ايران ته د افغانستان د صادراتو ارزښت ۵۴ ميليونه ډالرو ته رسیږي.

 خو د اقتصادي چارو کاروپوهان وایې، له پاکستان سره سوداګریزې ستونزې د دې لامل شوي چې، ډېری سوداګر له ایران سره سوداګرۍ ته مخه کړي.