کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۹مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې په خوست، پکتیا او غزني ولایتونو کې یې له درې زره کورنیو سره ژمنۍ مرستې ترسره کړي دي.
د یادې کمېشنرۍ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې، دغه مرستې یې له بې ځایه شویو کورنیو سره کړي، چې د ژمي په سړې هوا کې پرې خپلې اړتیاوې پوره کړي.
د یاد سازمان د معلوماتو له مخې دغه مرستې د «چاینا ایډ» مرستندویه ادارې په مالي مرسته ترسره شوي.
دا په داسې حال کې چې په هیواد کې د بیوزله وګړو شمیر ورځ تربلې مخ په زیاتیدو دی او اوسمهال تر بل هر وخت مرستو ته زیاته اړتیا لري.