کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۹مه– ۱۴۰۳ لمريز)
فراه کې د «کیمیاوي مبلایلو» د یو شرکت مسوولان وايي، چې یاد شرکت د ورځې ۱۲ ټُنه مبلایل تولیدوي.
د دغه شرکت مسوول زلمی نورزی وايي چې د یاد شرکت تولید شوي مبلایل د هېواد ټولو ولایتونو ته لېږدول کېږي.
د هغه په خبره دغه شرکت د ۶۰۰زره ډالرو په لګښت جوړ شوی او دا مهال پکې ۱۶ کسان په مستقیمه توګه کار کوي.
د دغه شرکت د مسوولانو د معلوماتو له مخې، دوی د خپلو تولیداتو لپاره له جنراټور او لمریزې برښنا ګټه اخلي.
د هېواد په ډېری ولایتونو کې په بېلابېلو برخو کې سلګونه کارخونې فعالیت کوي چې تولیدات یې، د هېواد سربېره نورو هېوادونو ته هم لېږدول کېږي.