کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۹مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایې، چې د پکتیکا ولایت او خیبر پښتونخوا ایالت ترمنځ پر ډیورنډ فرضي کرښه د انګورو اډې ترانزیتي لاره له اوږده ځنډ وروسته د موټرو پرمخ خلاصه شوې.
د یاد ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، دا لاره له نږدې ۱۶ میاشتو راهیسې د پاکستان د حکومت د هغې پرېکړې پر وړاندې چې پر دې لاره د تېرېدونکو کسانو لپاره یې د پاسپورټ او ویزو لرل حتمي وګرځول، قومي مشرانو د اعتراض په توګه بنده کړې وه.
خبرپاڼې زیاته کړې چې یاده لاره اوسمهال یوازې د سوداګریزو موټرو لپاره پرانیستل شوې ده.
په ورته مهال سیمه کې د احمدزیو- وزیرو قومي مشرانو او سوداګرو ویلي، چې د انګورو اډې د لارې د پرانیستلو اعلان یې ځکه وکړ، چې په دې سیمه کې تجارتي فعالیتونه بند شوي او ورسره د زرګونه خلکو ژوند او کاروبار اغېزمن شوی دی.
تورخم، سپین بولدک، غلام خان او د انګور اډه د افغانستان او پاکستان ترمنځ له مهمو ټرانزیټي لارو ګڼل کیږي.