افغانستانخبرونه

اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د ۳۶ میلیونه یورو هوکړه لیک لاسلیک کړ

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۹مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي، چې دغو دواړو بنسټونو د افغان کډوالو او بې ځایه شویو خلکو د ملاتړ لپاره د ۳۶ ملیون یورو تړون لاسلیک کړی دی.

د یادې ټولنې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه تړون پر بنسټ به د سلګونو زرو افغان کډوالو او راستنېدونکو ملاتړ وشي.

په بیان کې ویل شوي چې دا تړون د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د ۱۱۰ میلیونه یورو د پراخ ملاتړ یوه برخه ده.

اروپايي ټولنې ویلي چې په ټوله نړۍ کې په میلیونونو افغانان کډوال او بې ځایه شوي او په همدې ډول له درېیو میلیونو څخه ډېر په هېواد کې دننه بې ځایه شوي دي.

دا پروګرام به د ۲۰۲۵ له جنورۍ څخه تر ۲۰۲۷ پورې دوام ولري او په کې به د کډوالو ساتنه، ښوونه او روغتیاپالنه شامله وي.