افغانستانخبرونه

د افغانستان بانک سبا ۱۸ میلیونه ډالر لیلاموي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۹مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو تر ولکې لاندې د افغانستان بانک وايي، د «افغانۍ» د ارزښت ساتلو او ثبات لپاره به سبا ۱۸ میلیونه امریکايي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي.

 یاد بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا پیسې سبا داوطلبۍ ته وړاندې کېږي.

 دغه بانک له هغو ټولو بانکونو، د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې پر شرایطو برابر دي، غوښتي چې په یاده داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د افغانستان بانک ویلي چې د داوطلبۍ ګټونکي باید د لیلام ورځې تر پایه پورې خپل حسابونه پاک کړي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالر ارزښت لوړ شوی دی.