خبرونهنړۍ

د حماس او اسرائیلو ترمنځ اوربند له سبا پیل کیږي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۹مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د قطر د بهرنیو چارو وزارت وایي، د حماس او اسرائیلو ترمنځ نږدې یوه نیمه میاشت اوربند له سبا څخه پیل کیږي.

دغه وزات څخه په خپره شوي خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه اوربند به د یکشنبې په ورځ د سهار له اته نیمو بجو څخه پیل شي.

د حماس او اسرائیلو ترمنځ په غزه کې د اوربند په اړه تېره هوکړه وشوه، چې دغه پرېکړه د نړۍ د ګڼ شمېر هېوادونو او سازمانونو له لورې د بېلا بېلو غبرګونونو سره مخ شوه.

په غزه کې ۴۲ ورځنی اوربند او د بندیانو د تبادلې هوکړه، د جګړې د پای ته رسولو په موخه درې پړاونه لري چې لومړی پړاو یې د دواړو خواوو لخوا د پوځي عملیاتو موقتي ځنډول او د غزې د تړانګې په ټولو سیمو کې د پولې په اوږدو کې له ګڼ مېشتو سیمو څخه د غزې د تړانګې (نتساریم محور) په ګډون د اسراییلو د پوځ شاته کېدل او یا وتل شامل دي.