افغانستانخبرونه

ستانکزي له خپلو مشرانو وغوښتل چې نجونو ته دې د ښوونځيو دروازې خلاصې کړي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۳۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سیاسي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي له خپلو مشرانو (ملا هیبت الله او د نجونو د زده کړو له نورو مخالفینو) غوښتي چې د نجونو پر مخ دې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي.

نوموړي دا څرګندونې په خوست ولايت کې يوې ديني مدرسې کې د طالبانو په فراغت غونډه کې کړې دي.

ستانکزی وایي: «زموږ د امارت له مشرانو څخه دا تقاضا ده چې د علم دروازې باید خلاصې وي، دې ته هېڅ بهانه نه شته، نه به وي او نه به یې کوي.»

که څه هم طالبان په خپلو منځونو کې اختلاف رودي خو د زده کړو پر سر باندې طالبان يوه خوله نه دي، د کندهار ډلې په زوره د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي او د خوست او کابل طالبان په وار وار د ښوونځيو خلاصون او زده کړې د ښځو اسلامي او افغاني حق ګڼي.