افغانستانخبرونه

د ناروې د کډوالو شورا: ۲۲ ميليونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۳۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)  

د ناروې د کډوالو شورا وايي، په افغانستان کې د بې کارۍ او له ایران او پاکستان څخه په زیات شمېر کې د کډوالو ستنېدو له امله ۲۲ ميليونه افغان وګړي بشري مرستو ته اړ کړي دي.

د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي جان اګلېنډ چې افغانستان ته راغلی، دلته يې له يو شمېر بې وزله او له کډوالۍ څخه راستنو شويو کورنيو سره لیدلي او د هغوی وضعيت يې د اندېښنې وړ بللی دی.

نوموړي پر خپله اېکسپاڼه باندې هغه انځورونه هم خپاره کړي چې له يو شمېر کورنيو يې د لیدنې پرمهال اخېستي دي.

هغه له دغو عکسونو سره لیکلي: « زه افغانستان ته راغلی یم، چېرې چې پاکستان ۸۰۰ زره افغانان بېرته دغه هېواد ته ستانه کړي او ایران هم پلان لري، چې دوه مېلیونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته واستوي.»