افغانستانخبرونه

طالبانو په هلمند زرګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي نیولي او له منځه یې وړي دي

کابل ټيليګراف (دلوې لومړۍ– ۱۴۰۳ لمريز)

په هلمند کې د طالبانو سیمه ییز مسوولان وايي چې، د تېرې یوې اوونۍ پرمهال یې د دغه ولایت په بېلابېلو ولسولایو کې زرګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي نیولي او له‌منځه وړي دي.

د هلمند د امنیه قومنداني لپاره د طالبانو ویاند ملا عزت‌الله حقاني ویلي، د تېرې اوونۍ پرمهال یې د بهرامچې، ګرشک، سنګین، باغران او خانشین ولسوالیو کې د ځانګړو عملیاتو پرمهال ۶۵۱۰ لیټره تېزاب، ۱۶۰۰ لیټره ټينر، ۲۲۵۰ کېلو ګرامه اومان، ۱۱۲۵ کېلو ګرامه اهاک، ۲۵۰ کیلوګرامه سوچمه او ۱۱ کیلوګرامه سود نیولي دي.

هغه وویل چې ټول نیول شوي نشه‌يي توکي او تېزاب له‌منځه وړل شويدي.

د نوموړي په خبره په دې وروستیو کې ګڼې لاسته‌راوړنې لري او د دې ناوړه کاروبار پرضد یې، هڅې جدي دي.