کابل ټيليګراف (دلوې لومړۍ– ۱۴۰۳ لمريز)
په لغمان کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د خوړو نړیوال پروګرام په مرسته د څه باندې ۴۹ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو ذخیره کولو او پایپ سیکم د ۱۹ پروژو رغنیزې چارې پیل شوې.
د دغه ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، په دې پروژو کې د اوبو ذخیره کولو پایپ سیکم پروژې شاملې دي.
سرچینه زیاتوي چې دغه پروژې به د سیمې د خلکو لپاره د اوبو رسونې او کرنې برخه کې مهمې اسانتیاوې برابرې کړي.