
کابل ټيليګراف (دلوې لومړۍ– ۱۴۰۳ لمريز)
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې رسمي بیانیې کې ویلي چې دا هېواد به له افغانستان سره انساني مرستې او ملاتړ جاري وساتي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له افغانستان څخه به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
پاکستان همدا راز له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له جنګ ځپلي افغانستان سره خپلې مرستې جاري وساتي.
له بلې خوا د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي، په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه د غفلت په اړه خبرداری ورکړ او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د بل بشري ناورین د مخنیوي لپاره بیړني اقدام وکړي.
هغه دا هم ويلي چې له زده کړې د افغان نجونو محرومول له بشري حقونو څخه د نه منلو وړ انکار دی.
د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي ټینګار کړی چې په افغانستان کې ۲۲ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ د طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې زیات شوی دی.
پاکستان تل پر طالبانو تور لګولی چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر وړاندې اقدام نه کوي او وايي چې کابل باید دې ډلې ته د اسلام آباد پر وړاندې د عمل کولو فرصت ورنه کړي.