کابل ټيليګراف (د سلواغې لومړۍ – ۱۴۰۳ لمريز)
په واشنګټن کې په سلګونو زرو کسانو د بهرنیو کډوالو د ویستلو او د اقلیم د بدلون په اړه د امریکا د راتلونکي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سیاستونو پر ضد مظاهره وکړه.
ټرمپ ویلي، چې سر له سبا به له دغه هېواده د غیرې قانوني کډوالو د ویستلو لړۍ پیل کړي.
بلخواجرمني د ناټو غړو هېوادونو په اړه د ټرمپ له پلان سره مخالفت وکړ.
جرمني هېواد، د ناټو د غړو هېوادونو د پوځي لګښتونو د زیاتولو لپاره د ټرمپ له پلان سره مخالفت وکړ.
په جرمني کې د وروستۍ سروې پایلې ښيي چې د دغه هېواد اکثریت اتباع د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه پلان خلاف دي چې غواړي د ناټو د غړو هېوادونو پوځي لګښتونه پنځه سلنه GDP ته لوړ کړي.