افغانستانخبرونه

د غور، غزني، بامیان، دایکندي او فاریاب یو شمیر لارې د واورې ورېدو له کبله وتړل شوې

کابل ټيليګراف (د سلواغې لومړۍ – ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو ټولګټو چارووزارت خبر ورکړی چې، په غزني، غور، بامیان، دایکندي او فاریاب کې ځنیې مواصلاتي لارې د واورې ورېدو له کبله تړل شوې دي.

د دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې کابل – غور لویه لار په بکک کوتل کې د ترافیکو پرمخ تړلې ده.

خبرپاڼې زیاته کړې چې د غزني لار په ناور ولسوالۍ کې د واورې ورېدو له کبله په موقتي بڼه بنده شوې ده.

وزارت زیاته کړې چې په بامیان، دایکندي او فاریاب کې هم ځينې لارې د ورته لامل له کبله د ترافیکو پرمخ تړل شوې دي.

 دا په داسې حال کې ده چې د هوا پېژندنې ادارې د هیواد په زیاتره ولایتونو کې د باران او واورې ورېدو اټکل کړی دی.