ځانګړي برخهراپورونه

سیاسي شنونکي: د نجونو د زده کړو په تړاو د عباس ستانکزي او نورو طالبانو څرګندونې نمايشي بڼه لري.

کابل ټيليګراف (د سلواغې لومړۍ – ۱۴۰۳ لمريز)

په داسې حال کې چې د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخوندزاده د نجونو پر مخ د ښوونځيو، پوهنتونونو او نيمه لوړو زده کړو دروازې تړلې دي، د دغې ډلې يو شمېر لوړپوړي چارواکي بیا زده کړې د نجونو او ښځو حق ګڼي او له خپلو مشرانو غواړي چې نجونو ته دې د زده کړو حق ورکړل شي.

خو د چارو شنونکي بیا دا ډول څرګندونې نمايشي ګڼي او وايي، طالبان ټول د يوې نظریې خلک دي او دا څرګندونې يې ځينې مشران يوازې د خپل ځان د مشهورتيا په خاطر کوي.

طالبانو پر کابل د بیا ځلي واکمنېدو وروسته په نجونو د ښوونځيو، پوهنتونونو او په دې وروستيو کې يې په روغتيایي برخه کې د نيمه لوړو زده کړو د مرکزونو دروازې هم وتړلې.

د عباس ستانکزي وروستۍ څرګندونې:

تازه د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي په خپلو څرګندونو کې له خپل مشر ملا هیبت الله غوښتي چې د نجونو پر مخ د زده کړو دروازې خلاصې کړي.

نوموړي دا څرګندونې په خوست ولايت کې يوې ديني مدرسې کې د طالبانو په فراغت غونډه کې کړې دي.

ستانکزی وایي: «زموږ د امارت له مشرانو څخه دا تقاضا ده چې د علم دروازې باید خلاصې وي، دې ته هېڅ بهانه نه شته، نه به وي او نه به یې کوي.»

څو ورځې وړاندې په کندهار کې د طالبانو د امارت وياند ذبيح الله مجاهد هم په يوه مدرسه کې طالبانو ته ورته څرګندونې وکړې او د عصري علومو ارزښت او د نجونو زده کړې يې ورته بيان کړې.

همدارنګه د طالبانو د کانونو او صنايعو پخواني وزير او د سرې مياشتې اوسني ريس شهاب الدين دلاور هم په يوه غونډه کې په لوړ اواز سره په سټيج وويل چې د نجونو زده کړې او عصري علوم دومره فرض عين دي، لکه د ماسپښين لمونځ!

د طالب چارواکو دا څرګندونې نمايشي بڼه لري:

د چارو شنونکي بیا دا ډول څرګندونې نمایشي ګڼي او وايي، طالبان ټول د يوه فکر خلک دي او دا ډول څرګندونې د نجونو د زده کړو د بهير پرانېستې ته هېڅ ګټه نه شي رسولی.

د سیاسي چارو شنونکی او د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي شورا پخوانی غړی خالد پښتون طالبان د نجونو پر مخ د زده کړو له بنديز څخه سیاسي ګټه پورته کوي او د نړيوالو په مقابل کې ترې د سپر په توګه کار اخلي.

هغه وايي، د دوحې تړون له مخې، د نجونو او مېرمنو د کار او زده کړو پر وړاندې بايد هېڅ خنډ جوړ نه شي خو طالبانو د دوحې تړون باندې پښې ايښي او ښځې يې د زده کړو او کار په برخه کې له بنديزونو سره مخ کړې دي.

هغه زیاته کړه: «د افسوس ځای دا دی، چې هغوی په دوحه کې ژمنه وکړه چې مېرمنو ته به له لومړي ټولګي تر لوړو زده کړو د زده کړو او کار حق ورکول کېږي، خو نن چې ګورو دوی هلته د دروغو وعدې کړې وې، اسلام مبارک دین کې دروغ ويل لویه ګناه ده، دوی په ښکاره ډول دروغ وايي او په ښکار ډول ګناه کوي.»

افغان سياستوال او د سیاسي چارو شنونکی شاه محمود میاخېل وايي، طالبانو په خپله تېره پنځه کلنه دوره کې هم چې د افغانستان په تاریخ کې د تورې دورې په نوم ثبت شوې، د نجونو زده کړو ته اجازه ورنکړه، او دا ځل هم دوی په همدغو بهانو خلک غلطوي.

دی وايي، عباس ستانکزی چې د طالبانو په تېر رژيم کې د دغې ډلې وياند او ځينو نورو برخو کې دندې درلودې، له رسنیو سره يې مرکې کړې وې چې دوی د ښځو د زده کړو لپاره په يوه پاليسي کار روان کړی، خو په پنځه کلنه دوره کې يې دا پاليسي تکميل نه شوه.

نوموړی وايي: «زما په نظر طالبانو کې په نورو برخو کې چې د چوکيو او امنتيازاتو وېش دی، اختلافات به موجود وي خو دا چې د زده کړو خبره ده نو د طالبانو اډيالوژي يوه ده، او ټول د يوه نظر خاوندان دي او هغه نظر دا دی چې دوی د ښځو زده کړو خلاف دي، دوی په ټوله کې د زده کړو او عصریت خلاف دي، او دا ډول څرګندونې د ځان ښودنې او نمایش لپاره کوي.»

د ټولنيزو رسنيو نورو کاروونکو او شنونکو دا يوه پوښتنه په اتفاق سره راولاړه کړې چې د افغانستان ولس هم د نجونو زده کړې غواړي او له بنديزه يې ځورېږي، د طالبانو وزيران او لوړپوړي چارواکي هم د نجونو د زده کړو غوښتونکي دي او له مشرانو د دغو زده کړو د پرانېستو غوښتنه کوي؛ بالاخره نو د نجونو د زده کړو پر مخ دا دروازې چا تړلې دي؟

يوه پوښتنه دا هم ده چې د طالبانو د حاکميت مشران خو همدا وزيران او معينان دي، نو تر دوی نور مشران څوک دي چې دغه د تعليم دروازې يې تړلې دي او د وزيرانو تر کچه چارواکو غوښتنې هم په پام کې نه نيسي. دا مشران ولې د ټول ولس او لويو طالب چارواکو د غوښتنو خلاف روان دي او د دغو مشرانو حکمونه ولې په پټو سترګو منل کېږي؟؟؟

دا او دې ته ورته پوښتنې د طالبانو هېڅ چارواکي نه ځوابوي او نه يې ځانونه د ځوابولو جوګه ګڼي.

که څه هم طالبان په خپلو منځونو کې پر ډېرو مسايلو اختلاف لري خو د زده کړو پر سر باندې د طالبانو دغسې اختلاف ته شنونکي د شک په سترګه ګوري او دا د کندهار د ډلې او د پکتيا او کابل د ډلې د طالبانو د خپلمنځي ډيالوګونو يوه برخه ګڼي او د نجونو د زده کړو پر موضوع يوازې يو پر بل پړه غورځول کېږي.