کابل ټيليګراف (سلواغې دویمه– ۱۴۰۳ لمريز)
په بادغیس کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت په ابکمرې ولسوالۍ کې یو کس د دیوال نړېدو په پېښه کې ساه ورکړې ده.
سرچینه زیاتوي چې پېښه تېره ورځ د ابکمري ولسوالۍ په «دایزنګي» کلي کې شوې ده.
د مالوماتو له مخې پېښه هغه مهال رامنځته شوېچې دا کس په خپل کور پر دیوال نړولو بوخت و.
سرچینو د دغه کس عمر شاوخوا ۷۰ کاله ښودلی دی.
له دې وړاندې هم په ځینو ولایتونو کې ورته پېښې شوې دي او مرګ ژوبله یې اړولې ده.