کابل ټيليګراف (دلوې دویمه– ۱۴۰۳ لمريز)
د غزني ولایت یو شمیر اوسېدونکي وایې چې په دغه ولایت کې تاریخي او کلتوري ابدو ته د طالبانو د بېپامۍ له کبله د غزنيد لرغونې کلا ځینې برخې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.
د دغه ولایت اوسېدونکی او فرهنګي فعالان احمد الله پیکان وایې، د غزني لرغونې کلا چې په «زاړه ښار» هم پېژندل کېږي، د هېواد د کلتوري میراث یوه برخه ګڼل ده.
د هغه د مالوماتو له مخې، دا تاریخي کلا څه باندې زر کاله مخنیه لري. دا کلا د غزني ښار مرکز په ۸۰ هکټاره ځمکه کې په یو لوړ ځای کې اباده شوې ده.
د هغه په خبره دا لرغونې کلا ۳۴ برجونه او څلور دروازې لري چې د تاریخي روایاتو پر بنسټ، د غزني ټول اوسېدونکي پکې استوګن و.
پيکان زیاتوي«د غزني لرغونې کلا ډیره تاریخي مخېنه لري خو اوس د تخریب له ګواښ سره مخ ده او دغه راز ځېنې برخې یې د سېلابونو پرمهال تخریب شوې هم دي، دې کلا ته څه ډول چې لازمه ده پاملرنه نه کیږي او اندېښنه دا ده که همداسې پاتې شي نو دا کلا به بیخي له منځه لاړه شي؛ د طالبانو حکومت ته لازمه ده چې باید ددې کلا ساتنې لپاره کار وکړي او له تخیریب کېدو یې وژغوري.»
نوموړي د تاريخي ابدو د ساتنې په برخه کې د طالبانو پر کمزورو مدیریت د نیوکې ترڅنګ وايي، چې په د تېرو سېلابونو پرمهال د غزني د تاريخي کلا ځېنې برخې نړېدلي او ځینې نورې برخې یې د پرځېدو په حال کې دي.
د غزني ولایت یو بل اوسېدونکی سید کمال افغان ټينګار کوي چې له دې کلا د طالبانو نه څار او پاملرنه د دې لامل شوی چې په خبره یې، دا لرغونې کلا زیانمنه شي.
هغه اندېښمن دی که حالت همداسې دوام وکړي، ښايي دا کلا په بشپړ ډول له منځه لاړه شي.
نوموړی وايي چې وروستیو ورښتونو د غزني زاړه ښار ځينو دیوالونو او برجونو ته زیان اړولی دی.
افغان زیاتوي: «د غزني د لرغونې کلا ځينې برخې نړېدلي او ځينې نورې یې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي، لامل یې دا دی چې دې کلا ته د طالبانو پام نشته او همدا نه پاملرنه د دې لامل شوې؛ چې دا کلا د تخریب له ګواښ سره مخ شي حکومت ته په کار ده چې دې کلا ته پاملرنه زیاته کړي او له تخریب یې وژغوري ځکه په غزني کې د واورو ورېدو پرمهال یې د ودانۍ پر چت اوبه ډنډ کیږي او همدا یې په خپله د تخریب لامل ګرځي.»
نوموړی په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې له طالب چارواکو غواړي چې له تاریخي سیمو سره ناپامي او ایډیالوژیک چلند ونه کړي.
د غزني یو بل فرهنګي فعال شاه ولي نېکمل وایې د طالبانو د نه پاملرنې له کبله په غزني کې تاریخي ځایونه مخ په ورکېدو دي.
هغه ټینګار کوي چې د غزني د زاړه ښار ساتنه د اړوندو کورنیو او بهرنیو بنسټونو لا زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري.
نېکمل زیاتوي:«په غزني کې تاریخي ځایونه د ورکېدو له ګواښ سره ځکه مخ دي چې هیڅ پاملرنه ورته نه کیږي او همدا لامل دی چې تاریخي ځایونه د تخریب له ګواښ سره مخ دي او ځينې یې غصب شوي هم دي، دا د طالبانو د حکومت مسوولیت دی چې تاریخي ځایونو ساتنې او بیا رغونې ته پام وکړي خو د طالبانو په دې برخه کې پاملرنه کمه ده او لازمه ده چې تاریخي ځایونو ساتنې ته پام زیات کړي.»
په همدې حال غزني کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دغه ولایت کې د لرغونو ابدو د ویجاړېدو خبره یې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره شریکه کړې او ډېر ژر به د دغې کلا د بیارغونې چارې پېل کړي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې په تېرو څو کلونو کې کې په دغه ولایت کې د طبیعي پېښو، سېلابونو او ورښتونو له کبله د دغې لرغونې کلا د ۳۴ برجونو له ډلې شپږ نړېدلي دي.
غزني د لرغونو تاریخي ځایونو په لرلو په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې د اسلامي همکاریو سازمان له خوا د «اسلامي نړۍ کلتوري مرکز» په نوم ونومول شو.