خبرونهنړۍ

د سوريې د واکمنې ډلې مشر احمد الشرع ډونالډ ټرمپ ته مبارکي ورکړې

کابل ټيليګراف (د دلوې ۲یمه – ۱۴۰۳ لمريز)

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسم ترسره شول، د نړۍ ګڼ شمېر مشرانو هغه ته د نوې دورې د پیل کېدو له امله مبارکي ورکړې، چې په دغه لیست کې د سوریې د واکمنې ډلې مشر هم شامل دی.

د سوريې نوي واکمن احمد الشرع ډونالډ ټرمپ ته د مبارکۍ په ورکړې سره ویلي، د امریکا د جمهور رییس په توګه د ټرمپ انتخاب د هغه په رهبرۍ د امریکا د خلکو د باور څرګندونه کوي.

احمد الشرع ویلي چې ډونالډ ترمپ منځني ختیځ ته سولې راولي او دوی ورسره د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه والي لېوالتیا لري.

بلخوا په افغانستان کې واکمنې ډلې طالبانو تر اوسه د ټرمپ د نوې دورې د پیل کېدو په اړه لا کوم نظر ندی څرګند کړی، خو تېره ورځ ټرمپ د خپلې وینا پر مهال طالبان خپله دښمنه ډله بللې وه.

په ورته وخت کې د افغانستان پخواني جمهور رییس حامد کرزي په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې ډونالډ ټرمپ ته د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه د لوړې مبارکي ورکوي او هیله لري چې د هغه دا دوره امریکایانو ته نیکمرغي او سوکالي ور په برخه کړي.

د کاناډا لومړي وزیر هم ډونالډ ټرمپ ته مبارکي ورکړې او هیله یې ښودلې چې په ګډ کار سره دواړو هېوادونو کې پرمختګونه رامنځته کړي.

د اسرائيلو لومړي وزیر بیا د ټرمپ دوره نیکمرغه بللې او زیاته کړې، ډاډه یم چې د ایران د تروریزم محور ته به په دغه دوره کې ماتې ورکړي.

د ټرمپ نږدې متحد د اسراییلو لومړي بنیامین نتانیاهو ټرمپ ته مبارکي ورکړې او هیله یې ښوولې چې د امریکا او اسراییلو اتحاد لا لوړې کچې ته ورسیږي.

۷۸ کلن ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه لوړه وکړه.