افغانستانخبرونه

۳۸ بندیان د پاکستان له بندخونو ازاد شول

کابل ټيليګراف (سلواغې دویمه– ۱۴۰۳ لمريز)

په ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې ۳۸ افغانان د پاکستان له زندانونو څخه ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغه ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد شمیر کسان د تورخم له لارې راستانه او پاکستاني لوري طالبانو ته سپارلي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې دا کسان د قانوني اسنادو لرلو سربېره د څلورو ورځو لپاره د پاکستان په «حاجي کمپ» زندان کې بندیان شوي وو.

له دې څو ورځې وړاندې هم لسګونه کسان د تورخم له لارې پاکستاني لوري طالبانو ته سپارلي وو.

دا په داسې حال کې ده چې پآکستان کې په دې وروستیو کې د افغانانو نیول زیات شوي دي.