کابل ټيليګراف (سلواغې ۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په پروان کې ځایي سرچینې وایې چې د دغه ولایت په مربوطاتو کې د طالبانو د امربالمعروف ادارې د یو غړي مړی موندل شوی دی.
سرچینې ویلي چې وژل شوی د امربالمعروف غړی په اصل د لغمان ولایت اوسېدونکی و، چې څو ورځې مخکې د ننګرهار له مربوطاتو څخه لادرکه شوی و.
سرچینه زیاتوي د یاد محتسب جسد طالبانو لغمان ته انتقال کړی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.
تراوسه د یاد کس د وژل کېدو انګېزه څرګنده نه ده او نه یې هم کومې ډلې د وژل کېدو مسوولیت منلی دی.
له دې وړاندې هم د هیواد په ځینو ولایتونو کې د طالبانو د امربالمعروف ادارې ځینې محتسبین د ناپېژنده وسله والو له لوري وژل شوي وو.