افغانستانخبرونه

کونړ کې د ۴۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت بېروج د ازادې دواطلبۍ له لارې وپلورل شول

کابل ټيليګراف (سلواغې ۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)

کونړ کې د طالبانو ځایي چارواکو ویلي چې په دې ولایت کې د ۴۰ اعشاریه څلور مېلیونه افغانیو په ارزښت د بیروج ګران بیه ډبرې د ازادې بولۍ له لارې وپلورل شوې.

د کونړ د کانونو او پټرولیم لپاره د طالبانو رييس محمد شېرین ویلي، چې د دې ډبرو وزن (۲۲۲) کېلو وو چې له درکه یې څلور مېلیونه ۴۱ زره افغانۍ عواید د طالبانو دولت خزانې ته جمع شوې.

د هغه په خبره چې د دغې بولۍ پرمهال د هېواد له بېلابېلو ولایتونو اړوند د ګران بیه ډبرو کاروباریانو او د افغانستان د سوداګرۍ خونې یو شمېر غړیو هم ګډون درلود.

د یادونې وړه ده چې له دې یوه اوونۍ وړاندې هم کونړ ولایت کې د ۴۱.۳ مېلیونه افغانیو په ارزښت بیروج د ازادې دواطلبۍ له لارې پلورل شوي وو.