افغانستانخبرونه

د طالبانو عامې روغتیا وزیر د ترکیې له سفیر سره په دوه اړخیزو همکاریو ټينګار کړی

کابل ټيليګراف (سلواغې ۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو تر کنترول لاندې د عامې روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست وزیر نورجلال جلالي کابل کې د ترکیې سفیر جنک اونال سره کتلي او د بېړنیو ناروغانو لپاره د وېزې په صدور یې خبرې کړې دي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې په دې کتنه کې د ترکیې په ملاتړ د افغانستان په روغتونونو کې د همکاریو د پیاوړتیا، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، د ماشوم او مور د روغتیايي خدمتونو، او په روغتیايي برخه کې د پخوانیو هوکړه‌لیکونو د بیاکتنې په اړه هم خبرې شوې دي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې د عامې روغتیا سرپرست وزیر جلالي د روغتیا په برخه کې له ترکیې سره دوه اړخیزې همکارۍ مهمه بللې او د لا ډېرو همکاریو غوښتنه یې کړې ده.